په سمنګان ولايت کې د معاملاتو لارښوونې د درېیو دفترونو تړل کېدل

barekzai_admin
Tue, Aug 05 2025 2:50 PM
.

 د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د صفرالمظفر د مياشتې په ۱۰ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د ۴۰ عريضه ليکونکو او د معاملاتو لارښوونې له ۳۱ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسی کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو او عریضه ليکونکو د فعاليت جوازونه، د ثبت کتابونه، رسمې سیټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شول چې په ترڅ کې یې د معاملاتو لارښوونې ۳ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول.
همداراز،  عریضه ليکونکو او د معاملاتو لارښوونو د نورو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وشوې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS