د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړیدل

barekzai_admin
Sun, Aug 03 2025 12:27 PM
.

 د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د یاد ریاست په مقر کې جوړه کړه.
د یادې زده کړه ییزې برنامې په پرانیسته کې چې د صفرالمظفر د مياشتې په ۸مه نېټه د شنبې په ورځ جوړه شوه، د یاد ولایت د عدلیې رئیس، د عدلیې وزارت د کارکوونکود چارو د ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت ښوونکو او نورو مسؤولینو ګډون درلود.
په دې زده کړه ییزه برنامه کې چې تر شپږو ورځو پورې به دوام ولري، د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست ۲۵ تنو مسلکي کارکوونکو ته د دعوا لیکنې، دفاعیې لیکنې، راپور او مکتوب لیکنې د څرنګوالي او د مفاهمې او اړیکو مدیریت په اړه زده کړې ورکړل شي.
د عدلیې وزارت د کارکوونکو د چارو ریاست د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه په منظم ډول زده کړه ییزې برنامې جوړوي ترڅو خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د لاپیاوړتیا لامل شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS