د عدلیې وزارت لخوا لسګونو بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته حقوقي مرستې وړاندې شوې

barekzai_admin
Sun, Aug 03 2025 12:21 PM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست د روان کال د محرم‌الحرام د میاشتې په ترڅ کې لسګونو بی‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته حقوقي مرستې وړاندې کړي او د هغوی له شرعي او قانوني حقوقو څخه يې په محکمو کې دفاع کړې ده.
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست حقوقي مساعدینو د همدې مودې په اوږدو کې د محکمو په ۱۰۰ قضايي ناستو کې ګډون کړی او د خپلو مؤکلینو له شرعي او قانوني حقوقو څخه یې دفاع کړې ده.
همداراز په دې موده کې حقوقي مساعدینو له لوري ۲۷۰ ځله د بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو قضیې تعقیب شوي او ۲۵ تنو غوښتونکو ته وړیا حقوقي مشورې وړاندې شوي دي.
په ورته مهال د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، مولوي جان محمد «محمد طلحه» او مل پلاوي د سترې محمکې، استيناف محکمې او د کابل ولایت مقام له مسؤولينو سره د همغږۍ بېلابېلې ناستې ترسره کړي او په دغو ناستو کې یې د حقوقي مرستو وړاندې کولو، د عامه پوهاوي د برنامو جوړولو او د حقوقي مساعدینو اړوند د یو شمېر موضوعاتو په اړه بحثونه او خبرې کړي دي او یادو برخو کې په لا زیاتو همغږۍ ټينګار شوی دی.
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مدني او جزائي قضیو کې بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو اشخاصو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کوي او په محکمو کې د هغوی له حقوقو څخه دفاع کوي ترڅو عدالت په سمه توګه تأمین شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS