په پکتیا ولایت کې د غير قانوني فعالیت له امله ۵ موټر پلورنځي وتړل شول

barekzai_admin
Thu, Jul 31 2025 11:44 AM
.

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۵مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې له یو شمېر موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي پلاوي د دغو موټرپلورنځیو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
مؤظف پلاوي د یاد نظارت پر مهال ۵ موټر پلورنځي چې له قانوني جواز پرته یې فعالیت ترسره کاوه وتړل او د پاتې نورو موټرپلورنځیو متصديانو ته یې د موجودو نيمګړتياوو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS