په ننګرهار ولایت کې د څه باندې ۵۰ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د مياشتې په ۵مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت د کوټ ولسوالۍ اړوند په مطرانو کلي کې د څه باندې پنځوس (۵۰) جریبه ځمکې دوسیې په اړه بحث وشو او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تشخیص شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په دې ناسته کې د ننګرهار ولایت په نورو ساحو کې د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.