د غير قانوني فعاليت له امله د ۳ خیریه بنسټونو او اتحادیو تړل کېدل

د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال سرطان (چنګاښ) مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۱۹ اتحادیو او د ۹ خیریه بنسټونو فعاليتونه نظارت او بررسي کړي دي.
مؤظف پلاوي د نظارت او بررسۍ په ترڅ کې د یوه خیریه بنسټ او دوو اتحادیو دفترونه، چې په غیرقانوني توګه یې فعالیت کاوه، مهرلاک کړل.
هیئت د یادو اتحادیو او خیریه بنسټونو نورو متصدیانو ته توصیه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او پاليسیو مطابق خپل فعالیتونه ترسره کړي
همداراز نظارتي پلاوي له هغوی څخه وغوښتل چې د خپلو فعاليتونو راپور په وخت د عدلیې وزارت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو چارو له رياست سره شريک کړي.
د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رياست نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د اتحادیو او خیریه بنسټونو له فعالیت څخه بررسي او نظارت ترسره کوي تر څو د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وکړي.