په سرپل ولايت کې د کابو ۵۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

د سرپل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرمالحرام د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د سهشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت د مرکز اړوند په قطغن سای ساحه کې د څلور سوه نهه اتیا (۴۸۹) جریبه ځمکې دوسیه تر بررسي لاندې ونیوله او پرېکړه یې وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه بشپړه او د وروستۍ پرېکړې په موخه دې مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بررسي لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.