په ننګرهار ولایت کې یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Mon, Jul 21 2025 9:08 AM
.

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې له یو شمېر موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي پلاوي د دغو موټرپلورنځیو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
مؤظف پلاوي د یاد نظارت پر مهال یو موټر پلورنځی چې له قانوني جواز پرته یې فعالیت ترسره کاوه وتاړه او د پاتې نورو موټرپلورنځیو متصديانو ته یې د موجودو نيمګړتياوو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS