په بادغیس ولایت کې د څه باندې ۷۵ زره جریبه امارتي ځمکې تشخيص کېدل

barekzai_admin
Mon, Jul 21 2025 9:02 AM
.

 د بادغیس ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د محرم‌الحرام د مياشتې په  ۱۸ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت په تګاب عالم ولسوالۍ کې د څه باندې پنځ اويا زره (۷۵۰۰۰) جریبه ځمکې دوسیې په اړه بحث وشو او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تشخیص شوه. 
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په ياده ناسته کې د بادغیس ولایت په نورو ساحو کې د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS