په بغلان ولایت کې د ۲۴۲ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

barekzai_admin
Thu, Jul 10 2025 8:41 AM
.

 د بغلان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۰مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند په سه‌پيچ ګرداب کلي کې د دوه سوه دوه څلوېښت (۲۴۲) جریبه ځمکې دوسیې په اړه بحث او خبرې وشوې او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تشخيص شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په ياده ناسته کې د بغلان ولایت په نورو ساحو کې د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS