په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر خیریه بنسټونو له فعالیتونو نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Sun, Jul 06 2025 1:53 PM

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د خیریه بنسټونو له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
په دغه نظارت کې د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، اساسنامې، د اداري فعالیتونو راپورونه، د مرستو د وېش څرنګوالی او نور موارد بررسي شول او په ترڅ کې یې د هغو یو شمېر نيمګړتياوې مشخصې شوې.
نظارتي پلاوي، د خيريه بنسټونو متصديانو ته د دغو نيمګړتياوو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وړاندې کړې.
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار د عدلیې رياست په یاد ولایت کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS