په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Mon, Jun 23 2025 2:59 PM
.

 د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز کې له ۴ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.

پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د نیمګړتیاو د لرې کولو او د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې مطابق د اجراآتو د ترسره کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وړاندې کړې.

همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې نظارتي پلاوي د مدافع وکيلانو کاري ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې هغوی ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS