په ننګرهار ولایت کې د ۴ خیریه بنسټونو له فعالیتونو نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Mon, Jun 16 2025 2:42 PM
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذی‌الحجې د میاشتې په ۱۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په درېیمه ناحيه کې د خیریه بنسټونو له ۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
په دغه نظارت کې  د دغو بنسټونو اړوند د فعالیت جوازونه، اساسنامې، د اداري فعالیتونو راپورونه، د مرستو د وېش څرنګوالی او نور موارد بررسي شول او په ترڅ کې یې د هغو یو شمېر نيمګړتياوې مشخصې شوې.
نظارتي پلاوي، د خيريه بنسټونو متصديانو ته د دغو نيمګړتياوو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وړاندې کړې.
همدارنګه، نظارتي پلاوي د خيريه بنسټونو له مسؤولينو څخه غوښتنه وکړه چې مرستې دې په اړمنو کسان وويشي، د مرستو د ويش پر مهال د افرادو  درناوی وساتي او انساني کرامت په پام کې ونیسي او افغاني ارزښتونو ته پاملرنه وکړي.
د یادونې ده چې د عدلیې رياست په یاد ولایت په منظم ډول له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS