په کندز ولایت کې د عدلیې رياست او د معاملاتو لارښوونې د یو شمېر مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
Wed, May 28 2025 3:10 PM
.

 د کندز ولایت د عدلیې رئيس قاري فراح الدين محمدي د ذی‌القعدې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد ولایت د معاملاتو لارښوونې د دفترونو له یو شمېر مسؤولينو سره د همغږۍ ناسته  جوړه کړه.

دا ناسته د عدلیې رياست په مقر کې جوړه شوه او د عدلیې رياست نورو مسؤولينو هم په‌کې ګډون درلود. د عدلیې رئيس په دې ناسته کې د موضوع په تړاو خبرې وکړې او په یاد ولایت کې یې د معاملاتو لارښوونې د اتحادیې پر جوړیدو ټينګار وکړ.

نوموړي زياته کړه چې د معاملاتو لارښوونې اتحادیې په جوړولو سره به په دې ولایت کې د دغو دفترونو  چارې منظمې شي او خلکو ته به هم لازياتې اسانيتاوې رامنځته شي.

د معاملاتو لارښوونې د دفترونو مسؤولینو هم په یاده ناسته کې خبرې وکړې او د اتحادیې رامنځته کېدو د پیل او خلکو لپاره د لازیاتو اسانتیاو برابرولو ډاډ یې ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS