د عدلیې وزیر: زموږ ټول قوانین د شریعت پر اساس تدوین کېږي او د ټولو حقوق پکې خوندي دي

barekzai_admin
Mon, May 26 2025 8:45 AM
.

 د افغانستان د اسلامي امارت د عدليې وزیر، محترم شیخ ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د سن پترزبورګ د نړیوالې حقوقي مجمعې په دیارلسمه ناسته کې چې د روسیې هېواد په کوربتوب جوړه شوه، ګډون او وینا وکړه او په نړیوالو قوانینو کې د اصلاحاتو له لارې یې د نړیوال عدالت پر تأمین ټینګار وکړ.

دا ناسته د روانې اوونۍ د دوشنبه په ورځ د روسیې په سن پترزبورګ ښار کې پیل شوه او د روسیې د عدلیې وزیر او د نړۍ د څه‌باندې ۸۰ هېوادونو د عدلیې وزیرانو او قضايي مقاماتو په‌کې ګډون درلود.

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر په دې ناسته کې د سه‌شنبې په ورځ، د ذی‌القعدې میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپلې وینا کې ټینګار وکړ چې د جرم کموالۍ هم په ملي کچه او هم په نړیوالې کچې همغږۍ او پوهاوي ته اړتیا لري او که چېري د مجازاتو ترڅنګ همغږي او پوهاوي هم واوسي، جرمونه به کم شي.

دغه راز هغه د قوانینو په تړاو وویل چې د اسلامي امارت ټول قوانین د شریعت پر اساس تدوین کېږي او قضایي پرېکړې د شریعت په اساس ترسره کېږي.

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر روښانه کړه چې اسلامي امارت زندانونه د اصلاح، تربیې، شخصیت جوړونې او دیني پوهاوي په مرکزونو تبدیل کړي دي.

د اسلامي امارت د عدليې وزیر په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې اسلامي امارت، اسلامي شریعت ډېر سپېڅلی او ارزښتناک ګڼي او درناوی یې پر ټولو لازم بولي؛ ځکه اسلام په واقعي توګه انساني کرامت او نړیوال عدالت تضمینوي. هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت له هر هغه هېواد او سازمان سره چې اسلامي ارزښتونو، د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا او د اسلامي امارت خپلواکۍ ته درناوی لري، تعامل او د حقوقي همکاریو لپاره چمتو دی.

په یاد ناسته کې د نورو هېوادونو د عدلیې وزیرانو، قضايي مقاماتو او حقوقي کارپوهانو هم وینا وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS