په ننګرهار ولایت کې ۲ موټر پلورنځي د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شول

barekzai_admin
Mon, May 19 2025 2:32 PM
.

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ذی‌القعدې د مياشتې په ۱۹مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت په خوګياڼۍ ولسوالۍ کې د موټر پلورنځیو او د املاکو د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي پلاوي د دغو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
مؤظف پلاوي د یاد نظارت پر مهال د موټر پلورنځيو ۲ دفترونه چې له قانوني جواز پرته یې فعالیت کاوه وتړل او د پاتې نورو دفتروتو متصديانو ته یې د شته نيمګړتياوو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS