په بغلان ولايت کې د معاملاتو لارښوونې د څلورو دفترونو تړل کېدل

barekzai_admin
Tue, May 13 2025 3:18 PM
.

 د بغلان ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۵ مه نېټه د سه¬شنبې په ورځ، د یاد ولایت مرکز پلخمری ښار کې، د معاملاتو لارښوونې له ۳۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
په دې نظارت کې د يادو دفترونو د فعاليت جوازونه، د ثبت کتابونه او نور اړين سندونه بررسي شول چې په ترڅ کې یې، د معاملاتو لارښوونې څلور دفترونه د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شول او د معاملاتو لارښوونو د پاتې نورو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وشوې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS