د بغلان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
Mon, May 05 2025 10:55 AM
.

 د بغلان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۲ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د همت‌خېلو کلي اړوند د یو زرو شپږ شپېته (۱۰۶۶) جریبه غصب شوې ځمکې دوسیه بررسي شوه.

هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې په اړه د اراضۍ چارو ریاست ته راپور وړاندې شي او همداراز،  په یاده ساحه کې د هر ډول نويو تصرفاتو د مخنيوي په برخه کې اقدام ترسره شي.

همدارنګه په دې ناسته کې د بغلان ولایت د بېلابېلو سیمو د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم وڅېړل شوې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS