د ننګرهار پوهنتون محصلینو لپاره د عدلیې رياست له لوري د زده کړییزې برنامې جوړيدل

barekzai_admin
Thu, May 01 2025 11:28 AM
.

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست د شوال د میاشتې په ۳۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو ۳۰ تنو محصلینو لپاره مسلکي زده‌کړه ییزه برنامه جوړه کړه.  
په دې برنامه کې چې د عدليې ریاست په مقر کې ترسره شوه محصلینو ته د عدليې وزارت د دندو، د جزایي قضیو د مراحلو او د مدافع وکیل د پېژندنې، اهمیت او ارزښت په اړه تفصیلي معلومات ورکړل شول.
د عدليې ریاست مسؤولینو په خپلو خبرو کې وویل چې دا ډول عملي برنامې د محصلینو د نظري زده‌کړو تر څنګ، د عملي تجربو د ترلاسه کولو لپاره اغیزمنې او ګټورې دي.  
په دې برنامه کې د ننګرهار پوهنتون محصلینو هم په بېلابېلو برخو کې خپلې پوښتنې مطرح کړې او د عدلیې ریاست مسؤولینو هغوی ته د  قناعت وړ ځوابونه ورکړل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS