په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو د ۹۲ دفترونو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Sat, Apr 26 2025 2:55 PM
.

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د تېرو درېيو مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۵۲ اتحادیو او ۴۰ خیریه بنسټونه فعاليتونه نظارت او بررسي کړل. 
مؤظف پلاوي په دې نظارت او بررسۍ سره، د یوه خیریه بنسټ او د څلورو اتحادیو دفترونه چې په ناقانونه توګه يې فعالیتونه درلودل، مهرلاک کړل.
هیئت د یادو اتحادیو او خیریه بنسټونو نورو متصدیانو ته توصیه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او پاليسیو مطابق خپل فعالیتونه ترسره کړي.
همداراز هیئت له هغوی څخه وغوښتل چې د خپلو فعالیتونو راپور په خپل وخت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو چارو ریاست ته وړاندې کړي.
د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رياست نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د اتحادیو او خیریه بنسټونو له فعالیت څخه بررسي او نظارت ترسره کوي تر څو د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS