د عدلیې وزیر د درملو د شرکتونو له مسئولینو سره یوه ناسته جوړه کړه

barekzai_admin
Tue, Apr 22 2025 3:30 PM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د درملو شرکتونو له یو شمیر مسئولینو سره وکتل او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې له هغوی سره خبرې وکړې.

په دې ناسته کې چې د شوال د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه، د انسجام عمومي رئیس، محترم مفتي احمدضیا خبیب، د استخباراتو استازي او د عدلیې وزارت نور مسئولینو هم ګډون درلود.

د عدلیې وزیر په دې ناسته کې وویل چې د درملو شرکتونو پخوانۍ اتحادیه د هغې په رهبرۍ کې د فساد له امله لغوه شوې او یاد شرکتونه دې د یوې نوې اتحادیې په جوړولو اقدام وکړي ترڅو د هغوی ستونزې له یوې واحدې مرجع څخه راټولې شي او له اړوندو ادارو سره شریکې شي.

نوموړي د روغتیايي خدمتونو په برخه کې ستونزې له دې جملې د بې‌کیفیته او تاریخ تېر شویو درملو واردات او پلورل او په لوړه بیه د شرکتونو لخوا د درملو پلورلو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې په بې‌کیفیته او تاریخ تېر شویو درملو سره د خلکو ژوند ګواښل کېږي.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي وویل چې د عدلیې وزارت او نورو اړوندو ادارو ګډ پلاوي راپور چې دغه شرکتونه یې بررسي کړي دي، په ډاګه کوي چې ځیني شرکتونه د اسنادو په جعل کارۍ سره، درمل د ټاکل شوې بیې څخه په لوړه بيه پلوري او له دې لارې په بازار کې د درملو بیه لوړیږي.

هغه ټینګار وکړ چې بې‌کیفیته او تاریخ تېر شوي درمل هم له بېلابېلو لارو د شرکتونو په واسطه بازار ته واردېږي چې دغه موارد خیانت ګڼل کېږي او د بښلو وړ نه دي.

د عدلیې وزیر په دې ناسته کې وویل چې نظام مسئولیت لري ترڅو په دې برخه کې ستونزې حل کړي او په دې اړه به عملي اقدامات ترسره شي.

په دې ناسته کې د درملو شرکتونو مسئولینو هم خپلې ستونزې او ننګونې په ځانګړي توګه د مالیاتو او ګمرکاتو په برخه کې د عدلیې له وزیر سره شریکې کړې او هغه ډاډ ورکړ چې د نوې اتحادیې جوړولو سره به په دې برخه کې عملي اقدامات ترسره شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS