د غزني ولایت د عدلیې ریاست او د موټر پلورنځيو یو شمېر استازو تر منځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
Mon, Apr 21 2025 1:47 PM
.

د غزني ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د موټر پلورنځيو یو شمېر استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته د شوال د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د عدلیې رئيس مولوي مطيع الحق عثمان په مشرۍ او د موټر پلورنځيو د یو شمېر استازو په ګډون د عدلیې رياست په مقر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د عدلیې رياست نورو مسؤولينو هم ګډون درلود، د غزني ولایت د موټر پلورنځيو یو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې وشوې او په ترڅ کې یې د عدلیې رئيس ټينګار وکړ چې د موټر پلورنځيو مسؤولين دې خپل ټول معاملات د قانون او اصولو په رڼا کې ترسره کړي، د خپلو فعاليتونو راپور دې له عدلیې رياست سره شريک کړي او له جعل کارۍ څخه دې ډډه وکړي.
په ورته مهال د معاملاتو لارښوونې دفترونو استازو د اصولو مطابق د خپلو فعالیتونو ترسره کولو څخه ډاډ ورکړ او هم یې خپلې یو شمېر ستونزې شريکې کړې او د حل غوښتونکي يې شول، چې د عدلیې رياست له لورې د لرې کولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS