په غور ولایت کې د ۷۴۹۹ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

barekzai_admin
Mon, Mar 24 2025 1:01 PM
.

 د غور ولايت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنیکي هيئت ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت  په دې ناسته کې د یاد ولایت د مرکز ولسوالۍ اړوند په لقک سفيدک او حصارسم کلیو کې د اووه زره څلور سوه نهه نوي (۷۴۹۹) جریبه ځمکې دوسیه تر بحث او بررسي لاندې ونيوله او په ترڅ کې یاده ځمکه امارتي تشخيص کړه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په دې ناسته کې د غور ولایت په بېلابېلو ساحو کې د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS