د لغمان ولایت د عدلیې او کرنې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

د لغمان ولایت د عدلیې رئيس مولوي عبدالستار حماس، د روژې د مياشتې په ۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد ولایت د کرنې له رئيس عبدالستار محمد سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې چې د عدلیې رياست نورو مسؤولینو هم ګډون درلود، د امارت د قضایاوو د اجرآاتو د ښه والي په اړه په کې بحث او خبرې وشوې.
همدارنګه، په دې ناسته کې د یادو ادارو ترمنځ پر لا زياتو همغږيو هم ټينګار وشو.