په باميان ولایت کې د ۲۷ جریبه امارتي ځمکې تثبيت او تشخیص

د باميان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د روژې د میاشتې په ۳ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د یاد ولایت د مرکز اړوند په ريګشاد پايان او جلال تپې ساحو کې د اووه ويشت (۲۷) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په ترڅ کې یې یادې ځمکې امارتي تثبيت او تشخيص کړي.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د باميان ولایت په بېلابېلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه يې لازم تصامیم ونیول شول.