د غزني ولایت د مقام او عدلیې رياست ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
Thu, Feb 27 2025 11:41 AM
.

 د غزني ولایت د عدلیې رئيس مولوي مطيع الحق عثمان او له هغه سره مل پلاوي د یاد ولایت د والي له مرستيال حافظ عبدالرشيد عمري سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې د عدلیې رئيس د یاد رياست د کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او زياته یې کړه چې خلکو لپاره د عدلیې رياست د خدماتو وړاندې کولو بهیر په عادي توګه روان دی. هغه ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې له نورو ادارو سره همغږي او همکاري هم شتون لري.
نوموړي د ځينو کاري ستونزو او ننګونو یادونه هم وکړه او د حل په برخه کې یې د ولایت له مقام او نورو سیمه ییزو ادارو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. 
په ورته مهال، د غزني د والي مرستيال د عدلیې ریاست کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او د ستونزو د لرې کولو او د همکارۍ او همغږۍ په برخه کې یې ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS