په باميان ولایت کې د څه باندې ۸۳۵۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
Tue, Feb 18 2025 12:13 PM
.

 د باميان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د شعبان د مياشتې په ۱۸ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې تخنيکي هيئت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد کمېسيون د پرېکړې په اساس د یاد ولایت د مرکز اړوند په څلورمه ناحيه کې شپږ زره شپږ سوه شپږ دېرش (۶۶۳۶) جریبه امارتی ځمکه او په اوچک‌ها دښته کې یو زرو اووه سوه پنځلس (۱۷۱۵) جریبه امارتي ځمکې چې له دې وړاندې امارتي تثبیت او تشخيص شوې وې استرداد کړې. 
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې د لازمو اجرآاتو په موخه د کرنې رياست ته واستول شي.
همدارنګه، په ياده ناسته کې د باميان ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS