په غور ولایت کې د ۵۵۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شعبان د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنیکي هیئت په دې ناسته کې د غور ولایت مرکز ولسوالۍ اړوند په حصار سم ساحه کې د پنځه زره پنځه سوه (۵۵۰۰) جریبه ځمکې دوسیه تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې دوسیې په اړه دې املاکي څېړنې ترسره او په راتلونکې غونډه کې دې وړاندې شي.