په غور ولایت کې د ۲۲ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

barekzai_admin
Tue, Feb 11 2025 11:35 AM
.

 د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د شعبان د مياشتې په ۱۰ مه نېټه د يکشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت د دولت یار ولسوالۍ اړوند په جوی سرخ دهمرده کلي کې د دوه ویشت (۲۲) جریبه ځمکې په اړه بحث وشو او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص شوه. هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې، د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په ياده ناسته کې د غور ولایت په بېلابېلو ساحو کې د څه باندې پنځلس زره پنځه سوه اتیا (۱۵۵۸۰) جریبو غصب شويو ځمکو دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS