په ننګرهار ولايت کې د معاملاتو لارښوونې د څلورو دفترونو تړل کېدل

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب المرجب د میاشتې په ۱۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد ولایت د مرکز جلال اباد ښار اړوند په اتمه ناحیه کې، د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
موظف پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او د یادو معاملاتو لارښوونې د دفترونو نور سندونه بررسي کړل.
د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې څلور دفترونه د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شول او د معاملاتو لارښوونو د نورو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وشوې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.