په ارزګان ولایت کې د څه باندې ۱۹ زره جریبه امارتي ځمکې تثبيت او تشخیص

barekzai_admin
Sat, Jan 11 2025 2:30 PM
.

 د ارزګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د رجب المرجب د میاشتې په ۸ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې د یاد ولایت مرکز اړوند د آب پردي کلي کې او د چورې ولسوالۍ په کوتل ساحه کې د نولس زره درې سوه (۱۹۳۰۰) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسي لاندې ونيول شوې او په ترڅ کې یادې ساحې امارتي تثبيت او تشخیص شوې.

هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

همدارنګه، په دې ناسته کې د ارزګان ولایت په بېلابېلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه يې لازم تصامیم ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS