په کابل ښار کې ۴۳ خیریه بنسټونه او اتحادیې نظارت او بررسۍ لاندې ونیول شوې

barekzai_admin
Thu, Jan 09 2025 8:53 AM
.

د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د تېرې یوې مياشتې په ترڅ کې  په کابل ښار کې ۲۵ اتحادیې او ۱۸ خیریه بنسټونه نظارت او بررسي کړل.

مؤظف پلاوي په دې بررسۍ سره، د یوه  خیریه بنسټ چې د جواز د اعتبار موده یې پای ته رسیدلې وه او په ناقانونه توګه يې فعالیت درلود، دفتر یې مهرلاک کړ.

هیئت د یادو اتحادیو او خیریه بنسټونو متصدیانو ته توصیه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او پاليسیو مطابق خپل فعالیتونه ترسره کړي.

همداراز، له هغوی څخه وغوښتل شول چې د خپلو فعالیتونو راپور په خپل وخت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو چارو ریاست سره شريک کړي.

د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رياست نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د اتحادیو او خیریه بنسټونو له فعالیت څخه بررسي او نظارت ترسره کوي تر څو د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS