د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
Tue, Dec 31 2024 2:44 PM
.

 د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه، د جمادي الثاني د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د شنبې په ورځ د دارالترجمو اړوند د عربي او انګلیسي ژبو ژباړې د فعاليت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه د دغه وزارت په مقر کې جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې، د عدليې وزارت د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست مسؤولینو د ازموینې له بهیر څخه څارنه کوله د ژباړې د فعالیت د جواز ۹ تنو غوښتونکو ګډون درلود.

د عدلیې وزارت د دارالترجمو اړوند ژباړونکو ته د فعالیت جواز د ویشلو په موخه، په منظم ډول له هغوی څخه ازموینه اخلي ترڅو وړ او با استعداده کسانو ته په اصولي او شفاف ډول جواز وویشل شي او د خلکو په کارونو کې هم آسانتیاوې رامنځته شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS