په کندز ولایت کې د څه باندې ۲۱ زره جريبه ځمکې بررسي

barekzai_admin
Thu, Dec 26 2024 11:01 AM
.

 د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هيئت ناسته، د جمادي الثاني د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د تخنیکي هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د امام صاحب ولسوالۍ اړوند په قزاق ګذر ساحه کې د شل زره (۲۰۰۰۰) جريبه ځمکې، د حاجي عبدالقيوم یلداش په ساحه کې د یو زره دوه‌سوه (۱۲۰۰) جریبه ځمکې، په باسوس ساحه کې د یو سل او‌ درې (۱۰۳) جریبه ځمکې او د ياد ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ اړوند په ملا کرم ساحه کې د شل (۲۰) جریبه ځمکې دوسیو په اړه بحث وشو.

د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې یو هيئت مؤظف شو چې د دغو ساحو په اړه راپور بشپړ کړي او په راتلونکې ناسته کې یې تخنيکي هیئت ته وړاندې کړي.

همدارنګه، په دې ناسته کې د کندز ولایت په کچه د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسيې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS