د کنړ ولایت د عدلیې رياست او یو شمېر خيريه بنسټونو مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
Thu, Dec 26 2024 10:51 AM
.

 د کنړ ولایت د عدلیې رياست د انسجام مديريت پلاوي د جمادي الثاني د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د خيريه بنسټونو له یو شمېر مسؤولينو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې د لا زياتې همغږۍ او همکارۍ په موخه ترسره شوه، له مستحقو او اړمنو کسانو سره د خیریه بنسټونو پر مرستو کولو ټينګار وشو. دغه راز د عدلیې ریاست مسؤولینو له خیریه بنسټونو څخه وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلند وکړي، په قانوني ډول فعالیت ترسره کړي او په خپل وخت له دغه ریاست سره د خپلو فعالیتونو راپور شریک کړي.

په دې کتنه کې د خیریه بنسټونو مسؤولینو هم خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې پورته موارد به عملي کړي او له عدلیې ریاست سره به همکار وي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS