په کندز ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

د کندز ولایت عدلیې رياست، د جماديالثاني د مياشتې په ۸ مه نېټه د سهشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستو برنامه جوړه کړه.
د ازموينې په یاده برنامه کې د کندز ولایت د عدلیې رياست مسؤولينو، ګډونوالو ته د ازموینې د پروسې له شفافوالي څخه ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چې د فعالیت جواز به وړ کسانو ته ورکړل شي.
په یاده ازموينه کې چې د عدليې رياست مسؤولینو ترې څارنه وکړه، د فعالیت جواز غوښتونکو ۱۱ تنو په کې برخه اخيستې وه.
د عدلیې وزارت په هېواد کې وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلي، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډول جواز وویشل شي او هم د خلکو په کارونو کې آسانتياوې رامنځته شي.