په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو نظارت کېدل
د جوزجان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار اړوند په څلورمه ناحيه کې، د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو متصديانو شته ستونزې مشخصې کړې او د هغو د لرې کولو او همدارنګه، د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د جوزجان ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په دغه ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوې ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.