د کندز ولایت د استیناف محکمې او د یاد ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
Wed, Nov 13 2024 1:52 PM
.

د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنيکي هيئت د جمادی الأولی د میاشتې په ۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د  دغه ولایت د استیناف محکمې له رئیس سره، د استيناف محکمې د ریاست په مقر کې وکتل.

په دې ليدنه کې چې د تخنيکي هيئت او د یاد ولایت د استیناف محکمې ترمنځ د لازیاتې همغږۍ په موخه جوړه شوه، د کندز ولایت د استيناف محمکې رئيس د دغه ډول ناستو جوړیدل ګټور وبلل او د امارتي غصب شویو ځمکو دوسیو ته د رسیدګۍ په برخه کې ډاډ ورکړ.

په دې ناسته کې د کندز ولایت په عسقلان ساحه کې د پنځه زره (۵۰۰۰) جریبه ځمکې د بررسي په اړه هم خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې، د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستيو اجراآتو په موخه د افغانستان اسلامي امارت له سترې محکمې سره شريکه شي.

همدارنګه، له ناستې وروسته تخنيکې هيئت د کندز  ښار په ۵ مه ناحيه کې څلور شپېته (۶۴) جریبه ځمکه له نږدې بررسي کړه او په اړه یې لازم تصمیم ونیوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS