د عدلیې وزارت مسلکي معين د خوست ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

barekzai_admin
Tue, Nov 12 2024 2:34 PM
.

د عدلیې وزارت مسلکي معين، محترم شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د جمادی الأولی د میاشتې په ۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، خوست ولایت ته سفر وکړ.

د عدلیې وزارت پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د خوست ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او خلکو ته د د دغه ریاست د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.

د عدلیې وزارت مسلکي معین او له هغه سره مل پلاوي د خوست ولایت، عدلیې ریاست له کارکوونکو او مسؤولیونو سره په کتنه کې، هغوی ته د چارو ښه پرمخ وړلو او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې توصیه وکړه او په دې هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز مؤظف پلاوي د خوست ولایت د عدلیې ریاست د کارکوونکو د فعالیت د څرنګوالي په بررسۍ سره، د کاري نیمګړتیاو لرې کولو په برخه کې هم هغوی ته لازمې توصیې وکړې.

په ورته مهال، د عدلیې وزارت مسلکي معين د خوست ولایت له یو شمېر مدافع وکيلانو سره هم یوه ناسته جوړه کړه. په دې ناسته کې مدافع وکيلانو خپلې شته ستونزې مطرح کړلې او یاد پلاوي د ستونزو د حل په برخه کې هغوی ته ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS