د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته جوړیدل

barekzai_admin
Tue, Nov 12 2024 2:04 PM
.

د جوزجان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته د جمادی الأولی د مياشتې په ۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د یاد ولایت، خواجه دوکوه ولسوالۍ اړوند په قزل ایاق کلي کې د اته سوه (۸۰۰) جریبه ځمکې موضوع تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او پرېکړه وشوه چې، د تخنیکي هیئت د سکرتریت مسلکي غړي دې د یادې ځمکې دوسیه د مرکزي کمېسيون د لارښود په اساس بشپړه کړي.

همدارنګه، د تخنيکي هیئت په دې ناسته کې د یاد ولایت په بېلابېلو ساحو کې د غصب شويو ځمکو یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS