د تخار ولایت د عدلیي ریاست کارکوونکو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړیدل
د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د تخار ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د یاد ریاست په مقر کې جوړه کړه.
د یادې زده کړه ییزې برنامې پرانیسته کې چې د جمادی الأولی د میاشتې په ۷ مه نېټه د شنبې په ورځ جوړه شوه، د یاد ولایت د عدلیې رئیس، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت ښوونکو او نورو مسؤولینو ګډون درلود.
په دې زده کړه ییزه برنامه کې چې تر شپږو ورځو پورې دوام لري، د تخار ولایت د عدلیې ریاست ۲۵ تنو مسلکي کارکوونکو ته د دعوا لیکنې، دفاعیې لیکنې، راپور او مکتوب لیکنې د څرنګوالي او د مفاهمې او اړیکو مدیریت په اړه زده کړې ورکړل شي.
د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه په منظم ډول زده کړه ییزې برنامې جوړوي ترڅو خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د لاپیاوړتیا لامل شي.
