د تېرې یوې میاشت په اوږدو کې په ۱۲ ولایتونو کې د څه باندې ۳۷ زره ۴۲۹ جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
Sat, Nov 09 2024 1:42 PM
.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ربیع‌الثاني د میاشتې په اوږدو کې په هرات، ننګرهار، کندز، تخار، پروان، غور، پنجشير، لغمان، سرپل، سمنګان، بادغیس او ميدان وردګ ولایتونو کې څه باندې اوه‌دېرش زره څلور‌سوه نهه ويشت (۳۷۴۲۹) جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې.

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاته استرداد شوې ځمکه په تخار ولایت کې موقعیت لري چې لس زره (۱۰۰۰۰) جریبه ځمکه پکښې شامله ده.

دغه راز د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د یادې میاشتې په اوږدو کې څه باندې پنځه سوه دوه ویشت زره او نهه سوه څلوېښت (۵۲۲۹۴۰) جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې تثبیت کړې او څه باندې اوه‌سوه اوه اتیا زره اوه‌سوه یوولس (۷۸۷۷۱۱) جریبه نوره ځمکه هم په ۳۱  ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده.

د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شویو زرګونو جریبو امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS