د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل
د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ربیع الثاني د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدلیې رئیس، مولوي عبدالوارث خليل په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په ياده ناسته کې د نیمروز ولایت، عدلیې رئيس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، له مراجعینو سره د ښه چلند، وخت او حاضرۍ ته د پابندۍ او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
همدارنګه، د یادې ناستې په ترڅ کې د انسجام عمومي مدیریت ته دنده ورکړل شوه چې په هره اونۍ په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارت ترسره کړي.