د ننګرهار ولایت د یو شمېر عریضه لیکونکو له فعالیت څخه بررسي او نظارت
د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع الثاني د مياشتې په ۲۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د یو شمېر عریضه ليکونکو له فعاليت څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې د عریضه ليکونکو د فعالیت څرنګوالی بررسي، د هغوی کاري نيمګړتياوې مشخصې او د لرې کولو په موخه ورته لازمې توصیې وشوې.
د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې د ټولو عریضه ليکونکو فعالیتونه نظارت او بررسي کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وکړي.