د تخار د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت له والي سره وکتل

barekzai_admin
Tue, Oct 29 2024 8:51 AM
.

د تخار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د ربیع‌الثاني د میاشتې په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د تخار له والي مولوي عبیدالله امین‌زاده سره وکتل او له نوموړي سره یې د ځمکو د غصب اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې چې د تخار ولایت د مقام په مقر کې ترسره شوه، تخنیکي هیئت د یاد ولایت له والي سره یو لړ موضوعات او ستونزې شریکې کړې او د حل په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د تخار والي هم د ځمکو د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت سره د ولایت د مقام پر دوامدارې همکارۍ ټینګار وکړ او د ستونزو د حل په برخه کې یې لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز په همدې ورځ د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت نوبتي ناسته هم ترسره شوه او د ځمکو د غصب اړوند ځیني موضوعات په‌کې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS