په بلخ ولایت کې د څه باندې ۵۰۵ جریبه ځمکو دوسیې بررسي شوې
د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخینوي تخنیکي هیئت ناسته د ربیعالثاني د میاشتې په ۲۰مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور ترسره شوه او د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې د څه باندې پنځهسوه او پنځه (۵۰۵) جریبه ځمکو دوسیې پهکې بررسي شوې.
په دې ناسته کې د همدرد پروژې، علي آباد پروژې او د بلخ ولایت په شولګرې او کلدار ولسوالیو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې بررسي شوې.
تخنیکي هیئت د یادو دوسیو په اړه له هر اړخیز بحث څخه وروسته، د هغو په تړاو لازم تصامیم ونیول.