د ننګرهار عدلیې او کرنې ریاستونو ترمنځ د هغمږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
Wed, Oct 23 2024 1:51 PM
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې او کرنې ریاستونو د دواړو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د لازیاتې پیاوړتیا په موخه د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۹ نېټه د سه‌شنبې په ورځ یوه ناسته جوړه کړه.

دا ناسته د کرنې ریاست په مقر کې ترسره شوه او د ننګرهار عدلیې رئیس، مولوي محمد رئیس محمدي په‌کې ولس ته د خدمتونو وړاندې کولو په موخه هر شخص ته د ورسپارل شويو مسؤولیتونو پر اجرا ټینګار وکړ.

نوموړي په دې ناسته کې د نورو امارتي ادارو د وکیل په عنوان د امارت د قضایاوو ادارې رول ته اشاره وکړه او د ننګرهار د کرنې ریاست له مسؤولینو څخه یې وغوښتل چې له یادې ادارې سره د همغږۍ په برخه کې زیاته پاملرنه وکړي ترڅو قضیې او موضوعات په محکمو کې په سمه توګه پرمخ یوړل شي.

دغه راز په دې ناسته کې د ننګرهار د کرنې رئیس، مولوي محمد ولي محسن خبرې وکړې او د مسؤولینو له‌خوا په خپل وخت د مسؤولیتونو پر صادقانه اجرا او په چارو کې د الله تعالی پر حاضر بللو یې ټینګار وکړ.

د کرنې رئیس او د یاد ریاست نورو مسؤولینو هم په یاده ناسته کې له عدلیې ریاست او د امارت د قضایاوو له ادارې سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS