په کابل ښار کې له ۶ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي په کابل ښار کې د یو شمېر دارالوکالو له دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغوی فعالیتونه یې بررسي کړل.
دغه نظارت او بررسي د ربیع الثاني د میاشتې په (۲۲ او ۲۴ مه نېټه) د یکشنبې او سهشنبې په ورځو ترسره شوه او په ترڅ کې یې ۶ دارالوکالې د پلاوي لهخوا نظارت شوې.
یاد پلاوې په دغو دارالوکالو کې یو لړ نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د هغو د لرې کولو په موخه یې متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.