په پکتیا ولايت کې د معاملاتو لارښوونې، موټر پلورنځيو او عریضه ليکونکوله یو شمېر دفترونو څخه نظارت کېدل

barekzai_admin
Wed, Oct 09 2024 2:11 PM
.

د پکتیا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د سه‌شنبې په ورځ د ياد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د عریضه ليکونکو، موټر پلورنځيو او د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونه څخه نظارت ترسره کړ او د هغوی فعاليتونه یې بررسي کړل.

د یاد نظارت په ترڅ کې چې، د ۶ عریضه ليکونکو او د ۲۲ موټر پلورنځيو دفترونو او د معاملاتو لارښوونې له ۱دفتر څخه ترسره شو، د موټرو يو پلورنځيو یو دفتر او د عریضه ليکنې یو دفتر د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شول او د پاتې نورو دفترونو متصديانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په اړه لازمې توصیې وشوې.

د پکتیا ولایت عدلیې رياست په یاد ولایت کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS