په تخار ولایت کې د ۱۵۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبيت

barekzai_admin
Wed, Oct 02 2024 1:35 PM
.

د تخار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د ربیع الاول د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هئيت د رئيس او غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د یاد ولایت د درقد ولسوالۍ په القناق کلي کې د یو زرو پنځه سوه (۱۵۰۰) جریبه ځمکې په اړه بحث وشو او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص شوه.

هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې بشپړه شي او د لازمي پرېکړې په موخه دې مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

همدارنګه، په دې ناسته کې د تخار ولایت په نورو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS